سیمه ییز خبرونه

په فارياب ولايت كې پاڅونوالو پېنځه تنه طالبان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په فارياب ولايت كې امنيتي چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په پښتونكوټ ولسوالۍ كې طالب ضد پاڅون كوونكيو پېنځه وسله وال طالبان وژلي دي.

د دوى په وينا، طالبانو د شنبې په شپه(د كب ۱۱) د پښتونكوټ ولسوالۍ د چكاب پر كلي بريد وكړ، چې د سيمه ييزو پاڅونوالو له ټينگار سره مخ شول.

د فارياب امنيه قوماندانۍ امنيت آمر وايي:

په دغه نښته كې سيمه ييزو پاڅونوالو د پوليسو په ملاتړ پېنځه وسله وال طالبان وژلي او يو ټپي نيول شوى دى.

يو شمېرسيمه ييز پاڅونوال وايي:

طلبانو ځورولو او ظلمونه يې كول او حتا د يو شمېر كورنيو د وژلو لامل شوي هم دي.

د دوى په وينا، دولت دې په ليرې پرتو سيمو كې پوستې جوړې او خلك د سيمو ساتلو ته وسلوال كړي.

د دغه ولايت امنيت آمر وايي:

د پښتونكوټ ولسوالۍ سل تنه د سيمه ييزو پوليسو په توگه دندو ته گمارل شوي او د سيمې په امنيت ساتنه كې برخه لري.

د امنيتي چارواكو په وينا، پښتونكوټ يوه غرنۍ ولسوالي ده. كه د طالبانو مخنيوى په كې ونه شي فارياب به له امنيتي گواښونو سره مخ كړي.

Trending

Exit mobile version