تازه خبرونه

په فارياب کې د هاوان له بريده ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي؛ د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په بازار کې د هاوان مرمۍ  له لګېدو لږ تر لږه اووه عام وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

په دې پېښه کې د خلکو دوکانونه هم زیانمن شوي دي.

د فاریاب پولیسو دا هم ویلي، چې په پېښه کې د امنیتي ځواک دوه غړي هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دې برید موخه ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه ول؛ خو هاوان د دې ولسوالۍ په بازار کې یاده مرګ و ژوبله رامنځته کړې ده.

Trending

Exit mobile version