تازه خبرونه

په فاریاب ولایت کی یوې چاودنې دولس تنو ته مرګ ژوبله واړوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فارياب په پشتونكوټ ولسوالې كې په يوه چاودنه كې دولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د سيمې اوسېدونكي وايي، چې په دې پېښه كې تر دېرشو تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پيښه د پشتونكوټ ولسوالې په تخته بازار سيمه كې هغه وخت وشوه چې خلك په پير پلور بوخت وو.
په ميمنه كې د پوليسو چارواكي وايي، دا چاودنه د ځاى پرځاى شويو توكو له امله شوې او د پېښې قربانيان ټول ملكيان دي.
د فارياب د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالعلي وايي، د پېښې له سيمې څخه يو مړى او يوولس ټپيان د ميمنې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د فاریاب د پولیسو د امنیت آمر سمونوال محمد نعیم د ملكي خلكو مرګ ژوبله غندي او وايي، طالبان نور د مخامخ جګړې توان نه لري نو له دې امله ماينونه خښوي.
تراوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسئوليت پرغاړه نه دى اخيستى.

Trending

Exit mobile version