سیمه ییز خبرونه

په فاریاب کې خلک د خپلو لانجو او دعواګانو د حل لپاره د طالبانو صحرایی محاکمو ته ورځی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په فارياب كې قومي مشران وايي، چې د دغه ولايت په ادارو كې د پراخ اداري فساد له كبله خلك د خپلو لانجو او د عواګانو د حل لپاره د وسله والو طالبانو صحرايي محاكمو ته ورځي.

اداري فساد هغه ستونزه، چې د هرې ورځې په تېريدو يې د جرړو د غښتلي كېدو رپوټونه خپرېږي.

د فارياب د ولايتي شورا منشي عبدالباقي او ځینې قومی مشران وايي، چې په دغه ولايت كې د اداري فساد له كبله خلك دولتي ادارو ته نه ورځي او د خپلو دعواوو او لانجو د حل لپاره د طالبانو صحرايي محاكم غوره بولي.

دوى نيوكه كوي، چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره جوړې شوې څو ادارې په خپلو چارو كې پاتې راغلي او نه دي توانېدلي، چې د اداري فساد مخه ونيسي.

تر دې مخكې د فارياب والي محمد الله بتاش هم په دغه ولايت كې د پراخ اداري فساد په باب څرګندونې كړي.

د هغه په وېنا له اداري فساد سره تر كلكي مبارزې پرته په هېواد كې سوله نه شي ټينګېداى.

هغه له خلكو غواړي، چې د مفسدو كسانو په پېژندلو او عدلي ارګانونو ته د هغوى په ور معرفي كولو كې ور سره مرسته وكړي.

Trending

Exit mobile version