تازه خبرونه
په فاریاب کې دوولس تنه د وسله والو طالبانو لخوا ووژل شول
په فارياب كې په درېيو پېښو كې د نهو سرتېرو په شمول دوولس تنه د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
محلي چارواكي وايي، په يوه پېښه كې د يوې پوستې اته پوليس او دوه ملكي وګړي په ګرزيوان ولسوالې كې وژل شوي او په بله پيښه كې د دولت آباد ولسوالې په مربوطاتو كې د يوه محلي مخور مړى موندل شوى، چې ويل كېږي د طالبانو له خوا تښتول شوى و.
همدا راز د ميمنې – شبرغان په لاره هم طالبانو د ملي اردو يو سرتېرى له موټر څخه ښكته كړى او وژلى يې دى.
په فارياب كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې څو امنيتي پېښې شوې دي. په دې موده كې نهه پوځيان او درې ملكي وګړي د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي او څلور ملكي وګړي، چې طالبانو تښتولي وو بېرته خوشي شوي دي.
د فارياب د امنيې قوماندانى د امنيت آمر محمد نعیم وايي، د دوشنبې په شپه د ګرزيوان ولسوالۍ په قزاق پوسته د وسله والو له خوا بريد شوى.
هغه همدارنګه وايي، د قزاق ولسوالۍ د ولسوالى له مركز څخه شل كيلومتره لرې او دغه پوستې ته ورغلې لارې د سيلابونو له امله بندې شوې وې، چې له همدې امله دغې پوستې ته ملاتړي ځواكونه په وخت نه دي رسېدلي.
خو د ګرزيوان ولسوال رزاق كاكړ د دغه ادعا په ردولو سره وايي، لومړنى څېړنې ښيي، چې دا بريد په پوسته كې د طالبانو د ارتباطي کس په مرسته شوې او په پوسته كې اووه پوليس د خوب په حالت كې وژل شوي او طالبانو مهمات او وسلې له ځان سره وړې دي.
نوموړى دغه راز وايي، طالبانو تر دې پېښې وروسته د دغه پوستې د قوماندان پلار او خسر، چې په همدې سيمه كې اوسېدل د سهار د لمانځه پرمهال په جومات كې وژلي دي.