تازه خبرونه
په فاریاب کې موتر بم برید ۱۰ پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې
د فاریاب پولیسو څرګنده کړې؛ د دوشنبې پر ماښام د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د طالبانو پر موتربم برید لږ تر لږه ۴ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
پولیسو زیاته کړې، چې طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې د المار ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته نږدې موتر بم چاودنه کړې، چې نږدې ښوونځي، جومات او د استوګنې سیمې یې هم زیانمنې کړې دي.
د پولیسو په وینا؛ په دې چاودنه کې ۱۰ ملکي وګړي هم ټپیان شوي؛ خو کیدی شي د ځاني زیانونو شمېر نور هم ډېر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د فاریاب پولیس په دې برید کې وسلوال طالبان پړه بولي؛ خو تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.