تازه خبرونه

په فاریاب کې ۲۱ کومانډو ځواکونه وژل شوي او ۱۵ ناڅرګند دي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۷, ۱۴۰۰)

پخواني جنرال ظاهر عظیمي څرګنده کړې؛ د ملي اردو له ۳۶ ځانګړیو کومانډو ځواکونو څخه، چې د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره تللي وه؛ ۲۱ یې وژل شوي او د ۱۵ نورو برخلیک ناڅرګند دی.

ملي اردو د چارشبنې پر ورځ ویلي وه، چې د فاریاب دولت آباد ولسوالي یې بېرته له طالبانو نیولې؛ خو طالب جنګیالیو د چارشنبې پر ماښام بیا پدې ولسوالۍ یرغل وکړ او نښتې یې بیا پیل کړې. په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته یاد تلفات اوښتي.

د نښتې له ځایه د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د ملي اردو د سرتېرو مړي لیدل کیږي، چې د جګړې په ډګرونو کې وسلوالو طالبانو ته پاتې دي.

د ملي اردو متقاعد جنرال ظاهر عظیمي ویلي، چې زوی یې له ۳۶ نورو پوځیانو سره د دولت آباد ولسوالۍ د جګړې کابو کولو او د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره په خپله خوښه تللی و.

د جنرال ظاهر عظیمي د څرګندونو له مخې، د زوی مړی یې اوس هم په دولت آباد کې پاتې دی.

جنرال ظاهر عظیمي زیاته کړې؛ دوه یم زوی یې ډګرمن سهراب عظیمي، چې د برید جنرالي په بست کې یې کار کاوه، په قربانیانو کې دی.

 ظاهر عظیمي وایي، چې د هغو معالوماتو له مخې، چې ده ته رسېدلي؛ د سهراب عظیمي ۲۱ نورو ملګرو هم په دې جګړه کې  ژوند بایللی او ۱۵ یې طالبانو نیولي. د قربانیانو مړي اوس هم له طالبانو سره دي.

د دفاع وزارت ملي اردو یوازې تائیدوي، چې سهراب عظیمي له خپلو یو شمېر ملګرو سره په دې جګړه کې وژل شوی؛ خو ډېر جزیئات نه ورکوي.

دغه راز په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي مرکزي حکومت تورنوي، چې د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو ملاتړ او تجهیز د اندېښنې وړ دی.

سهراب عظیمي خپلې پوځي زدکړې په امریکا کې کړې وې او لس کاله د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو غړی و.

Trending

Exit mobile version