تازه خبرونه
په فاریاب کې ۵۹ وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې – پولیس
د فاریاب ولایت پولیسو ویلي؛ تېره شپه افغان هوایي ځواکونو د دې ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د درې طالب قومندانانو په ګډون ۲۶ وسلوال طالبان وژلي او ۳۳ نور ټپیان دي.
سرچینې زیاته کړې؛ له غور، سرپل او فاریاب ولایتونو څخه راټولو شویو وسلوالو طالبانو غوښتل؛ د دې ولایت د ګریزیوان ولسوالۍ د مرکز اړوند په سرچکان کلي کې د ولسوالۍ پر امنیتي او دفاعي ځواکونو برید وکړي، چې د هوایي ځواک له ځوابي برید سره مخ شول.
د فاریاب پولیسو څرګنده کړې؛ په دغو ځمکنيو او هوایي بریدونو کې درې وسلوال طالب قومندانان هر یو قاري مجیب الرحمن عرب، د سرې قطعې مشر ملا عطاء الله او د ۱۰۰ کسیزې ډلې مشر او د ماین جوړونې استاد قاري شکیب وژل شوي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې د دوی د یو شمشېر مشرانو او سرګروپانو په ګډون ۳۳ وسلوال طالبان ټپیان شوي او لسګونه موټرسایکلونه او د دوی ټولې سپکې او درندې وسلې له منځه وړل شوې دي.
د فاریاب پولیسو ویلي؛ د وسلوالو طالبانو مړي هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
ویل کیږي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړیو ته په دې برید کې زیان ندی رسیدلی.