تازه خبرونه

په فاطمه بیات روغتون کي د ۱۰۶ پرې شویو شونډو او مُښتو تالو ګانو پلاستکي جراحي ترسره سوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۲)

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د څرګندونو له مخې؛ تېره ورځ سې شنبه( د مرغومي شپږ‌ویشتمه) د لښکرګاه په فاطمه بیات روغتون کي د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید پر هڅو له ترکیې هېواد څخه راغلي څانګوال( متخصص ) ډاکټر عبدالغفار غیور د ۱۰۶ ناروغانو د پرې شویو شونډو او مٌښتو تالو ګانو پلاستکي جراحي وړیا ترسره کړې ده.

د هلمند ولایت باختر اژانس زیاته کړې؛ په یادو عملیاتونو کي آسانتیاوي، خدمات، درمل او طبي تجهزات د هلمند عامي روغتیا ریاست، روغتونونو او همکارو مؤسساتو له لوري برابر شوي وه.

ویل کیږي، چي نوموړی څانګوال ډاکټر به څو ورځي نور هم په فاطمه بیات روغتون کي پلاستکي جراحي عملیاتونه په وړیا توګه ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version