نړۍ

په فرانسه کې امانویل مکرون ولسمشریزې ټاکنې بیا وګټلې؛ خو د بدلون ژمنه یې وکړه

Published

on

امانویل مکرون د یکشنبې پر ورځ خپله ښي اړخې سیالې مارین لوپن ته ماتې ورکړه؛ خو د خپل لومړي پېر د نیمګړتیاوود پوره کولو او بدلون رامنځته کولو ژمنه یې وړاندې کړه.

د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د امانویل مکرون ټاکنیزې سیالې مارین لوپن، چې ۲۳،۱ سلنه رایې یې ګټلې وې، په دوه یم پړاو کې یې ۴۲،۱ سلنه رایې خپلې کړې.

کله، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې د ایفل برج ترڅنګ د چمپ دی مارس پارک پر لوی سکرین څرګندې شوې؛ نو ورسره د نوموړي ملاتړيو د خوښۍ او ولولو غږونه راپورته کړل

په برلین، بروکسل، لندن او د نړۍ یو شمېر مشرانو د ښي اړخې مارین لوپن له ماتې هرکلی وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ایمانویل مکرون د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د ۵۸،۲ سلنې رایو پر ترلاسه کولو د دوه یم ځل لپاره د فرانسې ولسمشر شو؛ خو سیالې یې میرمن مارین لوپن ۴۱،۸ سلنه رایې پخپلولو ټاکنې وبایللې.

مکرون له ګټنې وروسته خلکو ته د ولسمشرۍ د تېر پراو د نیمګړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړ او څرګندوي؛ په دې هېواد کې ډېرو ما ته رای د دې لپاره نده راکړې، چې دوی زما د اندونو ملاتړ دي، بلکې دوی ځانونه له ښي اړخو خلکو وژغورل. زه غواړم له دوی څخه مننه وکړم او پوهیږم، چې زه په راتلونکیو کلونو کې د دوی پوره پوروړی یم.

دغه راز هغه په ​​​​یو پیغام کې ویلي؛ په فرانسه کې به هیڅوک په څنډه کې پاتې نشي.

مکرون زیاته کړې، چې په هېواد کې د کرونایي دوه کلن شرایط او د اوکرایین د روانې جګړې له کبله د انرژۍ د بیو لوړېدل، اقتصادي ستونزې او د ژوندانه د لګښتونو زیاتوالی پر بېوزلو فشارونه ډېر کړي دي.

د ډیجیټل پلورنې کارکوونکی ۵۱ کلن ویرجیني د مکرون په غونډه کې ویلي؛ هغه باید خلکو ته نږدې وي او دوی ته غوږ ونیسي. هغه باید نه یوازې د شهرت له کبره بریالی راووځي، بلکې خپله رهبري هم نرمه کړي.

مارین لوپن، چې خپله ماته منلې ژمنه کوي او وایي، چې په جون میاشت کې به د پارلماني انتخاباتو لپاره خپله مبارزه روانه وساتي.

هغې خپلو پلویانو ته څرګنده کړې: زه به هیڅکله فرانسویان یوازې پرینږدم.

ډېري سیاسیون تمه لري، چې اقتصادي ستونزې به خلک لاریونونو ته اړ کړي. لکه ځنګه یې، چې د نوموړي د لومړي پېر ولسمشري ورزیانمنه کړې وه.

د روغتیا وزیر اولیویه وران ویلي: د ولسمشر له بیا ټاکلنې سره د حکومت پالیسي به روانه پاتې شي؛ خو مونږ د فرانسې د خلکو پیغام هم اوریدلی دی.

د مکرون راتلونکی له پارلماني ټاکنو سره پوره تړاو لري؛ مارین لوپن غواړي یو ملتپاله یووالی رامنځته او پارلماني بریا خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې پر سهار ټویټ کړی او څرګندوي؛ ولسمشر او رښتیني ملګري امانویل مکرون ته د ټاکنو د بریا مبارکي وایم.

Trending

Exit mobile version