تازه خبرونه

په فرانسه کې بریدگرو څه نا څه ۱۵۲ تنه وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په فرانسې کې پولیس وایي، چې پرون ناوخته لږ تر لږه ۱۵۲ کسان د پاریس د ښار په شاوخوا کې په ډزو او  بمي چاودنو کې وژل شویدي. د وژل شویو کسانو شمېر ښایي زیات شي.

پولیس وایي؛ وسلوالو کسانو گڼ شمېر کسان په یوه هال کې، چې امریکایي سندرغاړیو په کې کانسرت درلود، یرغمل کړي وه.

وسلوالو یوازې سل تنه په همدې کانسرت کې وژلي دي.

په کانسرت کې زر تنو گډون درلود . زیاتو کسانو له هغې وروسته،  چې د کلاشینکوف ډزې یې واوریدې له هال وتښتیدل.

د فرانسي ولسمشر فرانسوا هولاند د پاریس په ښار کې د څو چاودنو او ډزو له څو پېښو وروسته په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او سرحدونه یې وتړل.

پدې تېرو څو لسیزو کې په دې هېواد کې دا شان خونړي بریدونه نه و شوي.

ویل کیږي ، چې د بریدگرو شمېر اته تنو ته رسیده، چې ټول وژل شوي دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ندي ویلي، چې دا بریدونه یې کړیدي.

Trending

Exit mobile version