کوید۱۹

په فرانسه کې د کرونا ویروس لس میلیون مثبتې پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۰)

د شبنې پر ورځ  فرانسې رسمي سرچینو په ډاګه کړه؛ فرانسه په نړۍ کې شپږم هېواد شو، چې د کرونا ویروس له رامنځته کیدو راپدیخوا یې له ۱۰ میلیون ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

رویټرز د دغه هېواد د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا ۲۱۹۱۲۶ نوې مثبتې پېښې رامنځته شوي او دا پرلپسې څلورمه ورځ، چې هېواد یې له ۲۰۰۰۰۰ څخه ډېر پېښې ثبتوي.

فرانسه د کرونا ویروس د لس میلیون پېښو پر لرلو د امریکا، هند، برازیل، انګلستان او روسیې په نوملړ کې راغله.

د شنبې شبت شوي شمېر د جمعې پر ورځ د ۲۳۲۲۰۰ ثبت شویو پېښو ریکارډ مات او دوه یم لوړ ځای یې هغه مهال خپل کړ، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له راتلونکیو څو ستونزمنو اوونیو خبر ورکړ.

رویټرز راپور ورکړی، چې مکرون د نوي کال پر شپه ولس ته په خطاب کې د هغه څه پر پرتله، چې دمخه اعلان شوي وه د ډېرو نورو روغتیایي محدودیتونو اړتیا ته نغوته ونکړه؛ خو زیاتوي، چې حکومت باید د فردي آزادیو له محدودولو څخه ډډه وکړي.

د کرونا ویروس له کبله په روغتون کې د بستر شويو خلکو په شمېر کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا ۹۶ کسان ډېر شوي او ټول شمېر یې ۱۸۸۱۱ کسانو ته رسېدلی؛ خو دا شمېر اوس هم د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې د ثبت شویو پېښو ۳۳۴۹۷ نږدې نیمایي دی.

په فرانسه کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپه دیخوا له کرونا ویروسه ۱۱۰ کسان مړه شوي، چې ورسره د د مړینې ټول شمېر ۱۲۳۸۵۱ کسانو ته ورسېد.

Trending

Exit mobile version