کوید۱۹
په فرانسه کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې ډېروالی راغلی
رویټرز په ډاګه کړې، چې په وروستیو اوونیو کې فرانسه د کرونا له پېنځمې څپې سره مخ شوې او روغتونونه یې تر سخت فشار لاندې راغلي دي.
په راپور کې راغلي، چې ډېري اغېزمن هغه ناروغان دي، چې د کرونا واکسین یې ندی اخیستی.
په فرانسه کې د امیل مولر روغتون یوه ډاکټر رویټرز ته ویلي، چې د روغتون له ۲۰ کرونایي ناروغانو څخه یوازې ۳ کسان یې واکسین شوي دي.
هغه زیاته کړې: مولر روغتون اوس له پوره وړتیاوو برخمن شوی؛ ځکه، چې د تېرو ۲۰ ورځو په ثبت شویو ناروغانو کې اویا سلنه خلکو مثبته کرونا لرله.
د فرانسې د عامې روغتیا وزارت د تېرې پنجشنبې پر ورځ ویلي، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا د دې هېواد پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر ۶۰۸۶۶ کسانو ته رسېدلی دی.
په فرانسه کې یوې نرسې رویټرز ته ویلي: څپې راروانې دي؛ مونږ زیانمنوي او څومره، چې اوږدیږي مونږ ترې ستړي کیږو.
دا په داسې حال کې ده، چې د فرانسې حکومت د روان کال په پیل کې د کرونا ویروس له پراخې خپریدا خبر ورکړی دی.
