کوید۱۹

په فرانسه کې له تېرو ۲۴ ګړیو پر کرونا له ۲۰۰ زره ډېر کسان اخته شوي

Published

on

د فرانسې د روغتیا وزارت پرون (سې شنبه د وري ۹ ) په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا  ۲۱۷ زره ۴۸۰ نوې پېښې ثبت کړې، چې دا شمېر د فبرورۍ له لومړیو راپدیخوا بېساری دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، اوسمهال تر پاملرنې لاندې ۱۵۳۸ کسان شته، چې د دوشنبې پر پرتله پېنځه کسان ډېر شوي دي.

د «ورلډومیټر» د تازه شمېر له مخې، تر نن سهار پورې په ټوله نړۍ کې ۴۸۳ میلیون او ۸۱۰ زره ۱۴۳ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي، چې ۶ میلیون او ۱۵۲ زره ۷۴ یې مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version