نړۍ

په فرانسه کې محافظه کاره والیري پیکریس ولسمشرۍ ته د رسېدو هڅې کوي

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې والیري پیکریس خپلې سیاسي هڅې ۱۵ کاله مخکې له پوهنتوني اصلاحاتو پیل او اوس د فرانسې ولسمشرۍ ته د لومړنۍ ښځې په توګه د فرانسې ولسمشرۍ ته ټاکنیزې هڅې کوي.

د رای ورکوونکیو سروې ښیي، چې والیري پیکریس کولی شي د اپریل په ټاکنو کې ولسمشر ایمانویل میکرون ته ماتې ورکړي. که هغه بریالۍ شي؛ نوموړې به د فرانسې په ټول سیاسي تاریخ کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره وي.

۵۴ کلنې والیري پیکریس په خپلو ټاکنیزو شعارونو کې له هغو ستونزو یادونه کړې، چې فرانسه ورسره مخ ده. هغې د ټولنیزې او مالي محافظه کارۍ په اړه د ملي پولو پر کمزورې څارنې، ښاري تاوتریخوالي او د پورونو ډېریدو ډاډمنې څرګندونې کړې دي.

هغې رویټرز ته څرګنده کړې: مونږ اړتیا لرو ، چې ټولنیز، اخلاقي، مالي او ملي نظم ولرو.

نوموړې د ځان په اړه هم ویلي، چې دوه پر درېیمه برخه (انګیلا میرکل او درېیمه برخه مارګریټ تاچر ده.

هغې دا هم په ډاګه کړې: زه یوه داسې ښځه یم، چې مشوره کوم، پرېکړه کوم او عمل کوم. هغې د تاچر هغې خبرې ته هم نغوته کړې، چې په ۱۹۸۰ کې یې ویلي وه؛ زه د بدلیدو او شاتګ لپاره نه یم.

له هغې وپوښتل شول، چې آیا فرانسه د یوې ښځینه ولسمشرې لپاره چمتو ده؛ داسې ځواب ورکړ: رای ورکوونکیو ښودلې، چې چمتو ده او دوی کولی شي پر یوې ښځې په باور کې ډېر نرم وي.

ټولپوښتنه ښیې، چې که هغه بریالۍ شي؛ نو د مکرون لپاره به ترټولو خطرناکه مخالفه وي.

Trending

Exit mobile version