تازه خبرونه
په فرانسه کې یو افغان د ښځو غولولو پر تور پر یو کلن بند محکوم شو
(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۳۹۹)
په فرانسه کې یو افغان پرون (چارشنبه د لړم ۱۴) د ټولنیزو رسنیو له لارې د ۲۰ میرمنو د غولولو پر تور پر یو کال بند محکوم شو.
د دیلي میل د څرګندونو له مخې؛ خان آغا نبی زاده یو افغان تبعه، چې انترنیتي شبکې یې د میرمنو د غولولو لپاره کارولي؛ بیا یې ترې د مالونو او ملکیتونو غلا کوله.
د فرانسې پولیسو ويلي: نبی زاده د ښځو بانکي کارتونه غلا کړي؛ د شخصي کورونو عکسونه یې هم د کرایې کورونو په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.
د محکمې د راپور له مخې؛ پر نبي زاده د ۳۰ غلاوو قضیې ثابتې شوي او هغه د فرانسې محکمې پردوه کاله بند محکوم کړ، چې بیا یوکال ورته وبښل شو.