نړۍ

په فرانسه کې ۴۵ زره پولیس او زغره وال ګاډي د ناکرارۍ د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۰, ۱۴۰۲)

فرانسه د شنبې پر ورځ د تاوتریخوالي څلورمه شپه تېره کړه او د نایل ام کورنۍ د خپل ۱۷ کلن زلمي، چې د پولیسو پر ډزو وژل شوی او ناکرارۍ ترې رامنځته شوې؛ د دغه ځوان جنازې ته چمتو شوه.

په فرانسه کې د نورو ناکراریو رامنځته کېدو له اندېښنې وروسته اضافي پولیس ځای پر ځای شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ګیرالد درمانین ويلي، د جمعې ورځې تر مازدیګر پورې ۴۵ زره پولیس په بېلا، بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر ويلي، ۹۹۴ کسان نیول شوي.

سرچینو رویترز ته ویلي، چې له امنیتي ځواکونو سره به د نظم په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره زغروال ګاډي هم وکارول شي.

پولیسو ویلي، چې د فرانسې د دوه‌یم لوی ښار په مرکز کې بلواګرو د وسلو پلورنځی لوټ کړ او د ښکار ټوپکونه یې غلا کړل؛ خو د پولیسو د څرګندونو له مخې، هیڅ مهمات یې نه درلودل او پلورنځی اوس د پولیسو ترڅارنې لاندې دی.

د مارسیل ښاروال د فرانسې له حکومته د اضافي سرتېرو غوښتنه کړې، په دې ښار کې د شنبې پر سهار درې پولیس افسران لږ څه ټپیان شول.

د فرانسې په درېیم لوی ښار لیون کې پولیس، زغره وال پرسونل او چورلکې ځای پر ځای شوي او په پاریس کې پولیسو د جمعې پر شپه مظاهره کوونکي له مرکزي  سیمو پاک کړل.

د فوتبال ملي لوبډلې لوبغاړیو هم د آرامۍ غوښتنه وکړه.

د لاریونونو له پیل راپدیخوا لوټمارانو لسګونه دوکانونه او شاوخوا دوه زره موټر سوځولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښیې، چې ښاري بېلابېلې برخې سوځول شوي دي.

چارواکو اوس د اورلوبو توکو، د پترولو بوشکو او د نورو اور اخیستونکیو توکو پېر او پلور له هغې وروسته منع کړ، چې د اړودوړ پر مهال بلواګرو د اور اچولو لپاره له دې توکو کار اخیست.

د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي غړي انس حقاني په یوه تویت کې د فرانسې له لږکیو سره د پولیسو پر چلند نیوکه کړې او څرګندوي، چې دا ډول چلند اکثراً د خلکو د پراخې غصې او اعتراضونو لامل شوی دی.
 
حقاني ویلي؛ د فرانسې خلک د داسې بې عدالتۍ له کبله راوتلي او پولیسو له زور څخه کار اخیستی او له زر ډېر لاریون کوونکي یې بندیان کړي دي.
د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونو له هغې وروسته زور واخیست، چې تېره اوونۍ د پاریس ښار په یوه ښارګوټي کې د پولیسو لخوا یو ځوان ووژل شو.

دغه ۱۷ کلن نایل د سې شنبې پر ورځ د فرانسې د پلازمېنې په نانتر ښارګوټي کې د پولیسو پر ډزو وژل شوی دی.

Trending

Exit mobile version