تازه خبرونه

په فراه او نیمروز د ۹ پاکستانیو په ګډون۴۳ وسلوال طالبان وژل شوي – دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې هوایي ځواکونو لږ تر لږه ۲۹ وسلوال طالبان وژلي دي.

دفاع وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه پر ګڼو امنیتي پوستو بریدونه کړي؛ خو د پوځ له کلک ټینګار سره مخ شوي او تر هوایي او ځمکني برید لاندې راغلل.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې نښتو کې اووه نور وسلوال طالبان ټپیان شوي هم دي.

د فراه والي تاج محمد جاهد منلې، چې په دې جګړه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ دوه شپې مخکې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۱۴ وسلوال وژلي دي.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې؛ افغان ځواکونو د خاشرود ولسوالۍ په منزري سیمه کې د طالبانو یو مرکز بمبارد کړی دی.

د دوی په خبرپاڼه کې راغلي: په دې برید کې نهه پاکستاني ترهګر او پېنځه وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دې وزارت ټینګار کړی؛ د ولسي وګړیو د وژنې د تورونو په اړه پلټنې روانې دي.

Trending

Exit mobile version