سیمه ییز خبرونه

په فراه كې د تېر كال په پرتله د انارو حاصلات زيات شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په فراه ولايت كې اناردره او پشت رود هغه سيمې دي، چې د انارو ډېر باغونه لري او سږ كال يې د تېر كال په پرتله محصولات د پام وړ زيات شوي دي.

د فراه د كرنې او مالدارې رييس انجنير عبدالمنان وايي، چې په فراه كې د انارو شاوخوا دوه زره هكتاره باغونه شتون لري او سږ كال ترې شاوخوا درې زره ټنه انار تر لاسه شوي دي.

نوموړى وايي، د فراه انار نورو ولايتونو ته هم ليږدول كيږي؛ خو د ميعاري سركونو نه شتون دغه بهير له ستونزو سره مخ كړى دى.

د فراه ولايت باغ لرونكې د زياتو حاصلاتو د تر لاسه كولو په صورت كې هم په خپلو باغونو كې د يو شمېر نباتي ناروغيو له شتون يادونه كوي.

كارپوهان په دې باور دي، چې كه كروندگرو ته نور امكانات وركړ شي؛ نو د كرنې له لارې به خپل او د هېواد اقتصاد ته زياته گټه ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د افغانستان شاوخوا اويا سلنه وگړي په كرنه بوخت دي.

Trending

Exit mobile version