سیمه ییز خبرونه
په فراه كې د ملي اردو دوه سرتېري د يو صراف د تښتونې او وژنې په تور ونيول شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د فراه سيمه ييز چارواكي وايي:
د جمعې په مازيگر(د غويى۶) د ملي اردو دوه سرتېرو يو صراف له فراه ښار څخه وتښتاوه، او د يكشنبې په شپه يې ترې د پيسو له تر لاسه كولو وروسته وواژه.
د يكشنبې په ورځ(د غويى۸) سلگونه صرافان او سوداگر د ولايت مقام مخې ته را ټول شول او د وژونكيو سرتېرو د محاكمې غوښتنه يې وكړه.
د فراه مرستيال والي محمد يونس رسولي وايي:
د ملي اردو دغه دوه سرتېري نيول شوي او لس زره دالر ترې هم تر لاسه شوي دي.
د فراه د استيناف محكمې رييس شمس الرحمن وايي:
د ملي اردو نيول شوي دوه سرتېري به له څېړنو وروسته په علني توگه محاكمه شي.
د فراه په ولايت كې يو شمېر سوداگر وايي:
وړاندې له دې هم د هرات – فراه پر لويه لار يو سوداگر د هغو كسانو له خوا تښتول شوى و، چې د ملي اردو جامې يې پر تن وې. دغه سوداگر هم تر يرغمل وروسته وژل شوى و.