سیمه ییز خبرونه
په فراه كې د ښاروالۍ پنځوس جريبه ځمكه دغاصبينو له منگولو خلاصه شوه
د فراه ښاروال وايي:
د ځمكو غاصبينو په وروستيو كلونو كې د ښاروالۍ سلگونه جريبه ځمكه نيولې، خو د دې ځمكو د بېرته خپلولو په موخه مو گړندۍ هڅې پيل كړي دي.
د هېواد د نورو سيمو په څېر په فراه ولايت كې هم د زور واكانو لخوا د دولتي او شخصي ځمكو د نيونې بهيردوام لري.
د فراه ښاروال سید احمد ساپي وايي:
په دې وروستيو كې مو هڅې پيل كړي، چې د غاصبينو له لوري د ښاروالۍ سلگونه جريبه نيول شوې ځمكه بېرته خپله كړو. د همدې هڅو په لړ كې تر اوسه څه باندې پنځوس جريبه ځمكه له غاصبينو خلاصه شوې او په دې تور شل كسان هم نيول شوي دي.
ساپى زياتوي:
كومو كسانو، چې د ښاروالۍ ځمكې نيولي، لوړپوړي دولتي چارواكي دي او يا هم له دولتي چارواكو سره اړيكې لري.
چارواكي وايي:
تېره اوونۍ هم د فراه ښاروالۍ اړوند څلويښت جريبه ځمكه د غاصبينو له منگولو خلاصه شوې او د دې ادارې ټول ملكيتونه به بېرته خپل كړو او نيوونكي به يې محكمې ته را كاږل شي.
د فراه ښار يو شمېر اوسيدونكي وايي په فراه ولايت كې زرگونه جريبه دولتي ځمكه د زور لرونكيو كسانو له خوا نيول شوې، خو دولت يې د بېرته خپلولو په موخه تر دې مهاله لازمې هڅې نه دي كړي.
د يادونې وړ ده، چې په ولسي جرگه كې هم د غصبو دولتي او شخصي ځمكو د بېرته راگرزولو په اړه تاوده بحثونه شوي دي.