تازه خبرونه
په فراه كې سږ كال ډېر كوكنار كرل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په فراه كې سږ كال د تېر كال په پرتله ډېر كوكنار كرل شوي ول او بزگرو خپل كرنيز محصولات پرته له دې، چې د امنيتي ځواكونو له خوا تخريب شي را تول كړل.
د فراه د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې رييس جمعه خان بشیري وايي، سږ كال د تېرو كلونو په پرتله زيات كوكنار كرل شوي ول او د ټاكنو په پروسه كې د امنيتي ځواكونو ښكېلتيا د دې سبب شوه، چې د كوكنارو كروندې له تخريب څخه خوندي پاتې شي.
نوموړى زياتوي په فراه كې د كوكنارو كروندې سږ كال طبيعي آفت ووهلې، چې محصولات يي سم نيمايي لږ شول.
د بشيري په وينا، په راتلونكې كال كې به چاته د كوكنارو د كر اجازه ورنكړشي.
فراه يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې زيات كوكنار په كې كرل كيږي.
د راپورونو له مخې، د دې ولايت په زياترو ناامنو سيمو كې وسلوال مخالفين، بزگران د كوكنارو كر ته هڅوي.