سیمه ییز خبرونه

په فراه كې عربان د گرانبيه الوتونكیو ښكار كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په دغه ولايت كې يو محلي چارواكي، چي ونه غوښتل نوم یې یاد شي ويلي؛ له يوې اوونې را پدیخوا څه نا څه پنځوس عرب ښكاريانو د فراه په جوند او گلستان ولسواليو كې خيمې وهلې او ښكار كوي.

دغه چارواکي په ډاگه کړې، چې په دې ولایت کې یو شمېر پولیس هم د ښکاریانو د ساتنې دنده لري.

دا چارواكى وايي:

دغو كسانو د كورنيو چارو وزارت او ولسمشرۍ له خوا د ښکار جواز ترلاسه كړی او چارواکو ته یې گواښ کړی، چې رسنیو ته په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړي.

د سرچینې په وینا؛ یوه ډله تازه دمي ښکاریان هم سیمې ته رارسیدلي، چې د مرغانو په نیولو اخته شي.

ولایتي مقام، د چاپېریال ساتنې ریاست او امنیه قومنداني په دې اړه له څر گندونو ډډه کوي؛ خو وایي، چې د خبرو کولو اجازه نه لري.

دا چارواكى زیاتوي، په تېرو څو ورځو كې بهرنيانو څو مرغان نيولي هم دي.

په فراه ولایت کې خلک له دولت څخه د دغو خلکو د ښکار مخنیوی غواړي.

په هرات ولایت کې د چاپېریال ساتې ځینې چارواکي وایي، چې په تېرو څو کلونو کې په ډېر شمېر گرانبیه مرغان د ښکاریانو له خوا نیول شوي او پرته له خنډ و ځنډه يې نورو هېوادونو ته لیږدولي دي.

تېر کال هم یو شمېر ښکاریان هرات او فراه ولایتونو ته د دغو مرغانو د نیولو په هیله راغلي وه؛ خو د مدني بنسټونو له تند غبرگونسره مخ شول.

د مرغانو نیول په هېواد کې بند اعلان شوي؛ خو تر اوسه پورې په دې اړه له ښکاریانو سره قانوني کړنه تر سره شوې نه ده.

فراه د افغانستان د لویدیځو ولایتونو یو ناامنه ولایت گڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version