تازه خبرونه

په فراه كې له يوې ترافیكي پيښې دوه تنه مړه شوي او يوولس نور ټپيان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د فراه ولایت د ترانسپورت رييس عبدالصمد فراهي وايي؛ دا پېښه نن سهار د فراه_ هرات په لار د فراه د بالابلوك ولسوالې په شوزخرما سيمه كې هرات ته د روان ۳۰۳ بس په چپه کیدو رامنځته شوې.

 

هغه زیاتوي، په دې پېښه كې دوه تنه مسافر مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

 

هغه وايي، موتر چلوونكى هم په مړو كې دی.

 

د فراه د ترانسپورت رييس د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

 

Trending

Exit mobile version