سیمه ییز خبرونه
په فراه كې پوليسو ۱۵۰ كيلو گرامه نشه يي توكي نيولي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د پوليسو چارواكي وايي، د فراه– فراه رود پر لويه لار پوليسو ۱۵۰ كيلو گرامه نشه يي توكي په يو مسافر وړونكي بس كې نيولي دي.
امنيتي چارواكي وايي د دې ترڅنگ درې قاچاق وړونكي له يوه كرولا موټر سره هم نيول شوي دي.
د فراه امنيه قوماندان د امنيت آمر دل جان خاكريزي وايي:
دا، چې قاچاقگرو له كوم ښاره فراه ته راوړل او كوم ځاى ته يې ليږدول څه نه دي ويلي؛ خو نيول شوي كسان د فراه ولايت د خاك سفيد او بالا بلوك ولسوالې اوسيدونكي دي.
په فراه كې د نشه يي توكي د كر او توليد ترڅنگ قاچاق وړونكي هم فعاليت لري.