سیمه ییز خبرونه
په فراه ولايت كې امنيتي چارې افغان ځواكونو ته وسپارل شوې
په فراه ولايت كې نړيوالو ځواكونو د يكشنبې په ورځ(د تلې۵) د دې ولايت د څلورم پړاو امنيتي چارې افغان امنيتي ځواكونو ته وسپارلې.
د فراه والي محمد عمر شېرزاد د امنيتي چارو د سپارلو د څلورم پړاو په مراسمو كې وويل:
د بهرنيو ځواكونو شتون په تېرو څو كلونو كې دې ولايت ته ډېر گټور و.
د فراه والي د ټينگار له مخې به له دې وروسته افغان ځواكونه په بشپړ ډاډ د دې ولايت په امنيتي چارو كې برخه اخلي.
د هېواد په لويديځه حوزه كې د آيساف ځواكونو عمومي قوماندان ميل پلجرو وايي:
اوس افغان امنيتي ځواكونه په ځانگړي توگه ملي اردو د دې جوگه شوي، چې د دې ولايت امنيتي چارې پخپله سمبال كړي.
د نوموړي په وينا، د دوى وتل په دې معنا نه دي، چې امنيتي ځواكونه به په يوازې توگه مسووليتونو ته غاړه ږدي، بلكې مونږ په هره برخه كې له دوى سره همكارۍ ته تيار يو.
دا په داسې حال كې ده، چې د فراه ولايت امنيتي حالت د تېرو كلونو په پرتله د اندېښنې وړ دى. د امنيتي ځواكونو په وينا، په بكواه، بالابلوك، خاكسفيد او گلستان ولسواليو كې د مخالفينو هڅې د تېر په پرتله ډېرې شوې دي.