سیمه ییز خبرونه
په فراه ولايت كې د امنيتي مسوولينو د بې غورۍ پر لامل ناامني زياته شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د فراه ولايت والي د ناامنيو د زياتيدو پړه پر امنيتي بنسټونو ور اچوي او زياتوي، چې:
د دوى د بې غورۍ له كبله په فراه كې ناامني وروستي حد ته رسيدلې ده.
د فراه والي محمد عمر شېرزاد وايي، چې كمزوري طالبان د امنيتي ارگانونو د كمزوري چلند له كبله زړور شوي او فعاليتونه يې زيات شوي دي.
والي پر دولت نيوكه كوي، چې د دغه ولايت د كليوالو سيمو وگړي يې په لوى لاس له زده كړو څخه بې برخې ساتلي دي.
هغه ډاډ څرگند كړ، چې د امنيت د خوندي كولو لپاره به خپل نوى پلان له امنيتي ارگانونو سره شريك كړي.
په فراه كې خلك وايي، چې افغان امنيتي ځواكونه به هغه وخت پر ستونزو برلاسي شي، چې د تجهيز له اړخه پياوړي شي.