سیمه ییز خبرونه
په فراه ولايت كې له زورواكانو غصبې شوې ځمكې را وگرزول شوې
د فراه سيمه ييز چارواكي وايي، چې:
په دې وروستيو كې له هغو زورواكانو څخه، چې دولتي ځمكې يې غصب كړي دي زرگونه جريبه غصب شوې ځمكه را گرزول شوې ده.
د دغه ولايت د ښاروال وايي:
په همدې موخه دغه ولايت ته له مركز څخه يو پلاوې راغلى و، چې له څېړنو وروسته يې د فراه ښاروالۍ پېنځه سوه جريبه غصب شوې ځمكه بېرته دغه بنسټ ته وسپارله.
د فراه ښاروال سیداحمد ساپي په ډاگه كړې، چې:
غاصبين د دغې ځمكې د بيا تر لاسه كولو په موخه مركز ته تللي، خو كوم اسناد په لاس كې نه لري.
نوموړى ټينگار كوي، چې:
د فراه ښاروالۍ ټولې غصبې شوې ځمكې به له غاصبينو څخه بېرته خپلوو او ښاري ماسټر پلان به پرې پلې شي.
د فراه ښاروال ساپى زياتوي:
راگرزول شوې يو شمېر ځمكې به پر هغو كسانو هم ووېشل شي، چې په فراه ولايت كې د كور جوړولو لپاره ځمكه نه لري.
دا په داسې حال كې ده چې د فراه ولايت د نوي والي په راتلو د دغه ولايت ډېري لوړ پوړي دولتي چارواكي له دندو گوښه شول او دغه ځمكې هم د همدغو چارواكو د خپلوانو له خوا غصب شوې وې.
