تازه خبرونه
په فراه ولايت كې نامسووله كسان ځنگلونه پرې كوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
فراه يو له گرمو ولايتونو څخه دى، چې په اوړي كې يي تودوخه ۵۰ درجو ته رسيږي؛ خو يوازې ونې او شين چاپېريال كولى شي د دې ولايت تودوخه كنترول كړي.
د فراه ولايت د چاپېريال ساتنې ادارې رييس باران عثماني وايي، چې كه دا ستونزه له منځه ولاړه نه شي په راتلونكې كې به دې ولايت ته بدې پايلې ولري.
ښاغلى بئاران عثماني زياتوي، چې په وروستيو ۳ كلونو كې خلكو، ښاروالۍ او دولتي بنسټونو په ميليونونو نيالگي كينولي او د شين چاپېريال له جوړيدو سره يې ستره مرسته كړې ده.
د فراه ځينې خلك وايي تر هغې، چې د ځنگلونو پرې كوونكيو ته سزا ورنكړشي او كروندگرو ته اوبه برابرې نه شي دا ناشونې ده، چې په فراه كې شين چاپېريال را منځته شي.