تازه خبرونه

په فراه ولایت کې د سېلابونو او توپانونو له کبله پېنځه کسانو ته ځاني زیانونه اوښتي

د فراه والي محمد حافظ مجاهد په یوه بېړنۍ ناسته کې، چې د والي مرستیال رحیم‌الله محمود، امنیه قومندان محمد عیسی شریف او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې، عامې روغتیا، سره میاشت، اقتصاد، ښاروالۍ او نورو همکارو ادارو مشران او استازي په کې ګډون درلود؛ ټینګار وکړ، چې د خلکو د ژوند ژغورنه او ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

Published

on

په فراه ولایت کې د تېرې شپې د سېلابونو او سختو توپانونو له کبله لږ تر لږه یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.

د فراه والي محمد حافظ مجاهد په یوه بېړنۍ ناسته کې، چې د والي مرستیال رحیم‌الله محمود، امنیه قومندان محمد عیسی شریف او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې، عامې روغتیا، سره میاشت، اقتصاد، ښاروالۍ او نورو همکارو ادارو مشران او استازي په کې ګډون درلود؛ ټینګار وکړ، چې د خلکو د ژوند ژغورنه او ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

د طبیعي پېښو پر ضد د چمتووالي او مبارزې ریاست رییس محمد اسرائیل سیار، د بېړنۍ کمېټې د موخو د تشریح پر مهال ویلي، چې په ګلستان، فراه‌رود، بالابلوک، خاک‌سفید او بکواه ولسوالیو کې د سېلابونو او توپانونو له کبله څلور واړه موټر ویجاړ شوي، څلور کسان ټپیان دي ‌او یو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د چمتووالي ریاست د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره خوراکي توکي، خېمې او کمبلې برابرې کړي او په کلیو کې د بند پاتې خلکو د ژغورلو هڅې روانې دي.

د فراه والي له مسوولانو وغوښتل، چې بشپړ شمېر راټول کړي او هر اړخیزه سروې ترسره کړي، چې بحران ته په تر ټولو ښه ډول ځواب ورکړ شي.

Trending

Exit mobile version