تازه خبرونه

په فراه ولایت کې د ګنهکان سیمه بېرته امنیتي ځواکونو ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي ځواکونو نن سهار په فراه ولایت کې د ګنهکان سیمه بېرته له وسلوالو طالبانو ونیوله.

د فراه ولایت امنیه قومندان توریالی عبدیانی وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکزي سیمه ګنهکان کې وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته وشوه، چې په پایله کې یې نن سهار وسلوال مخالفین شاتګ ته اړ شول.

امنیه قومندان زیاتوي، په دغو عملیاتو کې، چې د هوایي ځواک له ملاتړه برخمن ول؛ ۱۶ وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د فراه ولایت امنیه قومندان ټینګار کوي، چې ډېر ژر به د فراه ولایت  په نوبهار، رج، روکین، پنجله او مزار سیمو کې هم ځانګړي عملیات پیل شي.

Trending

Exit mobile version