تازه خبرونه
په فراه ولایت کې طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې د دولت یو وسلوال طالب وژل شوی او شپږ نور یې ټپیان دي.
د فراه ولایت د پولیسو قومندان اقبال باهر وایي، دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ د فراه رود د سیمې پر اړوند امنیتي پوستو برید وکړ.
د نوموړي په وینا؛ په دې نښته کې یو وسلوال طالب وژل شوی او ۶ نور یې ټپیان شول.
هغه زیاتوي، په نښته کې یو پولیس هم ټپي شوی دی.
طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.