تازه خبرونه
په فراه ولایت کې پولیسو سیمه ییز خبریال وهلی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په فراه کي یو سیمه ییز خبریال وايي، د پولیسو له خوا وهل شوی دی.
ابراهیم پرهار، چې په فراه ولایت کې د یوې سیمه ییزې رادیو مسوولیت لري؛ څرګنده کړې، چې تېره شپه نهه بجي د پولیسو له خوا په فراه ښار کې وهل شوی او وروسته یي دوه یمې امنیتي حوزې ته وړی او څو ساعته يی بندي کړی دی.
د فراه امنیه قومندان توریالی عبدیانی ترې ناخبري ښيی؛ خو ټینګار کوي، چې په دې اړه په څېړنه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ اجرائیه رییس مجیب خلوتګر دوه زره شپاړسم کال خبریالانو ته ډېر خونړی ونوماوه او د بیان آزادۍ پر راتلونکې یې اندیښنه ښودلې.
هغه په ډاګه کړې: دوه کاله کیږي، چې د ملي یووالي حکومت په کار پیل کړی؛ خو په دغو دوه کلونو کې د رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو خبره ورځ تر بلې تودیږي.