سیمه ییز خبرونه
په فراه ښار كې به د ناامنيو سيمو زده كوونكيو ته ليليه لرونكي ښوونځي فعال شي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د فراه والي وايي، كه په ځينو سيمو كې د تړل شويو ښوونځيو ستونزه حل نه شوه، د دغو سيمو د زده كوونكيو لپاره به په فراه ښار كې داسې ښوونځي فعال شي، چې ليليه ولري.
په فراه كې د ناامنيو په دليل ښوونځي ډېر فعال نه دي او په ځينو ولسواليو او سيمو كې خو بيا د ناامنيو په دليل ښوونځي نشته.
د فراه والي محمد عمر شېرزاد وايي، د خلكو په همكاري به په هغو سيمو او ولسواليو كې ښوونځي بېرته فعال شي، چې وسلوالو مخالفينو تړلي دي.
د فراه د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا، د گلستان او بكواه په ولسواليو كې د وسلوالو مخالفينو د گواښونو له وجې هيڅ ښوونځى نشته.