تازه خبرونه

په فراه کې چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن ماښام ۶:۳۰ د دغه ولایت د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې  یوې چاودنې ۴ پولیس وژلي او ۲۲ نور کسان ټپیان دي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې:  یو بریدګر، چې زرنج یې له چاودیدونکیو توکو ډک و؛ د پولیسو پر رنجر یې چاودیدونکی برید تر کړی دی.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب ویلي، چې په ځاني زیانونو کې ملکي وګړي او پولیس شته دي.

تر دې دمه هیچا د دې چاودنې مسوولیت ته غاړه نده ایښې.

Trending

Exit mobile version