ساینس او ​​ټیکنالوژي

په فزیک کې د ۲۰۲۱ د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۴, ۱۴۰۰)

په فزیک کې د ۲۰۲۱ د نوبل جایزه د جاپان امریکایيوګړي سوکورو مانابه او د آلمان کلاس هاسلمن او د آیټالیا جورجیو پارسي ته ورکړ شوې.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه ساینس پوهان په فزیک کې د سږکال د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شوي دي.

دغه د نوبل جایزې په فزیک کې د ۲۰۲۱ د امریکا سوکورو مانابه او د آلمان کلاس هاسلمن ته د ځمکې د اقلیم د فزیکي جوړښت او د نړۍ د تودوخې د وړاندویېنې په اړه ورکړ شوې او پاتې نیمه نوره یو میلیون و ۱۴۵ زره ډالري جایزه جورجیا پاریسي ته، چې تر ستورو یې د اټومي پیمانې په فزیکي سیسټمونو کې د بې نظمیو او بدلونونو تعامل کشف کړ ورکړ شوه.

سوکورو مانابه په جاپان کې زیږیدلی او دا مهال د نیو جرسي په پرینسټون پوهنتون کې اقلیم پوه دی.

کلاس هاسلمن په جرمني کې زیږیدلی او اوسمهال په هامبورګ کې د مکس پلانک په انسټیټیوټ کې د هوا پېژندنې په برخه کې کار کوي. هغه هم د ورته فعالیتونو پربنسټ په فزیک کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

د جایزې بله نیمه برخه جورجیا پارسي په ایټالیا کې زېږیدلي، چې اوس د روم په ساپینزا پوهنتون کې کار کوي.

د نوبل جایزه د ساینس په برخه کې ساینس پوه ته ورکول کیږې، چې ترټولو معتبر جایزه ده.

د نوبل جایزه په ۱۸۹۵ زېږدیز کال کې د یو سویډني صنعتکار او کیمیا پوه الفریډ نوبل په سپارښتنه رامنځته شوې، چې نوموړی د ډینامیټ اختراع نومیالی کړی و.

هغه په خپله وروستۍ سپارښتنه کې خپله ټوله پانګه د نوبل جایزې ته وقف کړه.

Trending

Exit mobile version