تازه خبرونه

په فیسبوک کې د لمسي پرانځور خپرونې نیا جریمه شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۳۹۹)

هرڅوک غواړي، چې انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو ډېر خوښ او لایکونه تر لاسه کړي؛ خو د نړۍ په په یوه څنډه کې، نیا د خپلو لمسیانو د انځورونو پر پورته کولو محاکمې ته راکښل شوې ده.

د هالنډ هېواد په ګدرلنډ کې، دا پېښه هغه وخت محکمې ته وړاندې شوه، چې یوې نیا په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې ناوې له اجازې پرته د خپلو لمسیانو انځورونه پورته کړی وه؛ له لیرې کولو ډډه وکړه.   

د محکمې په پرېکړه کې د هغې د ناوې د څرګندونو له مخې راغلي: په ټولنیزو رسنیو کې زما د ماشومانو انځور خپراوی د هغو له خصوصي حریمه ښکاره سرغړونه ده.

په پرېکړه لیک راغلي: که دې نیا تر لس ورځو پورې دا انځورونه له پاڼې لیرې نکړل؛ نو باید د هرې ورځې پر تېریدو ۵۵ ډالره جریمه ورکړي. که انځورونه له دې مودې ډېر پاتې شول؛ بیا به ۱۱۰۰ ډالره جریمه کیږي.

دا قانون په اروپا کې د افرادو د ملاتړپه عمومي قانون (GDPR) کې تثبیت شوی دی.

پورته قاعده دا معنی لري؛ کله، چې یو عکس فیسبوک ته پورته شي؛ بیا یې د درېیم کس له لاسوهنې بچ ساتلی نشو.

په اروپا کې له دې قانون (GDPR) څخه، چې په ۲۰۱۸ کې رامنځته شوی  موخه دا ده، چې د خلکو شخصي حریم زیانمن نشي او ځانګړي مواد یې خوندي پاتې شي.

Trending

Exit mobile version