تازه خبرونه
په فیلیپین کې دوه بمي چاودنو ۱۵ کسان وژلي او ۷۵ نور ټپیان دي
د فیلیپین د سولو ولایت په جولیو ښارګوټي کې دوه بمي چاودنو لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، لومړۍ چاودنه د سویلي فلیپین په ښار کې د یوه موتر سایکل له ماین چاودنې رامنځته شوې.
د اردو او پولیسو ویاند ریکس پیت ویلي، چاودنې د کمپیوتر او د خوراکي توکو پلورنځي ویجاړ کړي دي.
په سیمه کې له لومړۍ چاودنې یو ساعت وروسته دوه یمه چاودنه د ښځینه ځانمرګي برید کوونکي لخوا ترسره شوې، چې یو سرتېری یې وژلی او یو شمېر لارویان ټپیان دي.
درېیم ماین له چاودیدو مخکې کشف او شنډ شوی دی.
د دغه هېواد د ځواکونو قومندان کورلیتو وینلین ویلي؛ د دغه برید بریدګر په غالب ګومان د ابو سیاف د ترهګرې ډلې د بمونو او ترهګرو د صادروونکي موندي ساواجان لخوا د پولیسو ګمارنې مرکز مخې ته تر سره کړی او ویل کیږي، دا ډله له داعش سره همغږې ده.
تر دې دمه کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.