نړۍ

په فیلیپین کې د توپان له امله د مړو شمېر ۲۰۸ کسانو ته رسیدلی

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د فیلیپین په مرکزي او سویل ختیځو سیمو کې د ځواکمن توپان له کبله د مړو شمېر ۲۰۸ کسانو ته لوړ شوی دی.

د راپور له مخې؛ دغه توپان په یوه ګړۍ کې د ۱۹۵ کیلومټرو پر چټکتیا د دې هېواد په ډېرو برخو کې برښنا پرې او پراخ ویجاړی رامنځته کړی دی.

د راپورونو د څرګندونو له مخې، په دې توپان کې ۲۳۹ کسان ژوبل شوي هم دي.

د دغه هېواد چارواکو د ځاني زیانونو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د فیلیپین د سره صلیب ټولنې مشر ریچارډ ګورډون ویلي، په ځینو سیمو کې ویجاړتیا دومره پراخه ده، چې په کې د بمبارد شک رامنځته کوي.

دغه راز ویل کیږي، چې د توپان له کبله نږدې ۴۹۰ زره کسان له سیمې بې ځایه شوي هم دي.

د یادونې ده، چې د فیلیپین پوځ له خلکو سره د مرستې لپاره ځپل شویو سیمو ته پوځیان استولي دي.

Trending

Exit mobile version