نړۍ
په فیلیپین کې زورور توپان ۱۲ کسان مړه کړي
په فیلیپین کې د رامنځته شوي توپان له کبله د مړو شمېر ۱۲ کسانو ته رسېدلی او د دې هېواد ولسمشر وېره لري، چې ممکن ځاني زیانونه نور هم لوړ شي.
رویټرز زیاته کړه، چې توپان د برښنا د پرې کیدو او د غږمزو( ټیلیفون لینونو) او همدارنګه پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې.
د فلیپین چارواکي وايي، چې ډېری قربانیان د ونو د راغورزېدو او د لوړو ماڼیو له ړنګېدو مړه شوي دي.
په همدې حال کې د فلیپین په جنوبي او مرکزي سیمو کې د تېرې جمعې پر شپه له چټکو بادونو سره یو ځواکمن طوفان پیل شو.
د فلیپین چارواکو زیاته کړې، چې د توپان له کبله ۳۰۰ زره کسان هم بې ځایه شوي دي.
له فیلیپین څخه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د کورونو چتونه سخت زیانمن شوي دي.
د فیلیپین لوړ پوړیو چارواکو ویلي، چې د کرونا ویروس قربانیانو ته ځانګړې شوې بودجه به زیانمنو ته ځانګړې شي.
چارواکو ډاډ څرګند کړی؛ هېواد یې په روان کال کې د تر ټولو له قوي او ویجاړوونکي استوایي توپان سره مخ شوی او ترې رامنځته شوې ویجاړتیاوې به وارزوي.