نړۍ

په قبرس کې د اسرائیلو د سفارت مخې ته چاودنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۳۰, ۱۴۰۲)

رویترز ته پولیسو ویلي، چې تېره شپه د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې د اسرائیلو له سفارت بهر یوه کوچنۍ چاودنه وشوه، چې ځاني زیان نه‌لري؛ خو وروسته بیا یوازې څلور کسان ونیول شول.

پولیسو څرګنده کړې: یو فلزي شی، چې لږ اور رامنځته کوونکي توکې یې لرل؛ د سفارت د انګړ په ۳۰ مترۍ کې وچاودېد. څلور کسان، چې عمرونه یې د ۱۷ او ۲۱ کلونو تر منځ دي په سیمه کې د چاودېدونکیو توکو د چولو، د چاودېدونکیو توکو د لرلو او کارولو او ویجاړۍ رامنځته کولو پر تور نیول شوي دي.

پولیسو د یوه تورن کس په موټر کې دوه چړې او یو څټک هم موندلی دی.

د پولیسو یوې سرچینې ویلي، نیول شوي کسان سوري وګړي دي.

قبرس، چې د منځني ختیځ د ناکرارې سیمې په څنډه کې پروت تاپو دی؛ پولیسو ورته په ټولو اړوند برخو کې امنیت ټینګ کړی دی.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د تازه تاوتریخوالي په پایله کې چارواکو د سفارت شاوخوا امنیتي کمربند پراخ کړی او ملکي لارې یې تړلې دي.

رویترز راپور ورکړی، چې سفارت په ۱۹۸۸ ز. کال کې د یوې ناکامې بمي چاودنې هدف هم و. هغه وخت له چاودېدونکیو توکو ډک یو موټر سفارت ته په نږدې پل کې وچول شو او درې کسان یې ووژل.

Trending

Exit mobile version