تازه خبرونه
په قزاقستان کې د اسلامي امارت ډیپلوماټ د افغانستان سفارت د چارسمبالي په توګه ومنل شو
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې په رسمي ډول د چارسمبالي په توګه د اسلامي امارت د استازي د منلو موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او بشري همکاریو پراختیا ده.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د زمري یودېرشمه) اعلان وکړ، چې د افغانستان سفارت د چارسمبالي په توګه یې د اسلامي امارت د ډیپلومات باورلیک تائید کړی دی.
یاد وزارت ويلي، د محمد رحمان رحماني ټاکنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره اړینه ده.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د چارشنبې پر ورځ په استانه ښار کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال عليبیک باقییوف د افغانستان سفارت له مسوول سره وکتل.
باقییوف ویلي: د سیمې د هېوادونو تر منځ د افغانستان فعال حضور به د دغه هېواد د اقتصاد د بیا احیا او ثبات لامل شي؛ ځکه، چې د افغانانو وضعیت ښه شوی او د دې ترڅنګ په سیمه کې له سولې او امنیت سره مرسته کوي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې په رسمي ډول د چارسمبالي په توګه د اسلامي امارت د استازي د منلو موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او بشري همکاریو پراختیا ده.
د منځنۍ آسیا یو بل مهم هېواد ترکمنستان هم تېره میاشت په عشقآباد کې د افغانستان سفارت د چارسمبالي په توګه د اسلامي امارت ډیپلوماټ منلی و.
روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره د اړیکو په پراخولو کې د سیمې مخکښان دي.
د قزاقستان ولسمشر د جون په میاشت کې اعلان وکړ، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په خاطر یې د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان اسلامي امارت د استازي بدرالدین مولانا باورلیک منلی دی.
