سوداگري
په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو
نورالدین عزيزي د دې نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې دغه ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا کې اغېزمن یاد کړل.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ په الماتا کې د افغان تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پر مهال د دې وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي او د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومنګارین هم حضور درلود.
نورالدین عزيزي د دې نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې دغه ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا کې اغېزمن یاد کړل.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستيال په دې مراسمو کې ويلي، چې استانه له کابل سره د سوداګريزو، اقتصادي، ټرانسپورټي، لوژستيکي او انرژۍ د خوندیتابه لپاره اړيکو ته لېواله ده.
باید وویل شي، چې په دې نندارتون کې به د درې ورځو لپاره په څه باندې ۷۰ کړکیو کې افغان تولیدات ، چې ۱۲ هغه یې میرمنو ته ځانګړي شوي نندارې ته وړاندې شي.
په نندارتون کې د افغانستان ګڼ شمېر محصولات لکه غالۍ، ګاڼې، ساختماني توکي، کورني او صنعتي کیمیاوي توکي، سابه، میوې او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون د اوکټوبر له شلمې څخه تر دوهویشتمې پورې د الماتا ښار د اتاکنټ نندارتون په مرکز کې پیل شوی، چې څه باندې ۲۵۰ افغان سوداګر په کې برخه لري.
قزاقستان په دې وروستیو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړي او د جون په میاشت کې یې ولسمشر قاسم جومارت توکایف اعلان وکړ، چې د هغه هېواد د اسلامي امارت نوم د وسلوالو ډلو له نوملړه ایستلی دی.
د اګست په وروستیو کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، مالي او بشري همکاریو د پراخولو په موخه د افغانستان سفارت چارسمبالی ومانه.