نړۍ
په قزاقستان کې ۷۹۳۹ اعتراض کوونکي نیول شوي
رویټرز راپور ورکړی، چې د قزاقستان امنیتي ځواکونو تر نن ورځې(دوشنبه د مرغومي ۲۰) د پراخو اعتراضونو په ترڅ کې ۷۹۳۹ کسان نیولي او ۱۶۴ نور یې وژلي دي.
په قزاقستان کې تېره اوونۍ د تېلو د بیو د لوړېدو پر ضد لاریونونه پیل شول؛ خو ډېر ژر پر تاوتریخوالي واوښتل.
مظاهره چیانو دولتي بنسټونو او موټرو ته اور واچاوه او له حکومتي ځواکونو سره یې نښتې وکړې.
د قزاقستان ولسمشر اعتراض کوونکي ترهګر نومولي او څرګندوي، چې یو شمېر بهرني ترهګرو هم په کې ونډه اخیستې وه.
د قزاقستان ولسمشر محمد قاسم جمروت توکایف حکومتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې پر مظاهره کوونکیو ډزې وکړي.
نوموړي دغه راز امنیتي ځواکونو د دې هېواد د امنیتي کمیټې پخوانی مشر کریم ماسیموف هم نیولی دی.
نوموړي پر روسیې او د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا هم غږ وکړ، چې د اعتراضونو په کنټرولولو کې د قزاقستان له حکومت سره مرسته وکړي.
روسیې په ځواب کې قزاقستان ته سوله ساتي ځواکونه استولي او حکومتي ودانیو او امنیتي ځواکونو ته یې خوندیتوب وروباښه.
د روسیې دولتي رسنیو ویلي، چې د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکیو ترمنځ په نښتو کې ۱۶۴ کسان وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ وږ ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېر یې په ډاګه شوی ندی.