روغتيا

په قطر کې د افغانستان د روغتیایي سکتور د ارزونې ناسته جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۱, ۱۴۰۱)

په قطر کې د افغانستان د خلکو د روغتیايي، اقتصادي او بشري اړتیاوو او د ماشومانو د وضعیت د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان د سیاسي او اقتصادي وضعیت د ارزونې په موخه په بیجینګ کې له دوه ورځنۍ غونډې سره سم په دوحه کې د افغانستان د ماشومانو د روغتیا او بشري وضعیت د ارزونې په موخه یوه بله درې ورځنۍ غونډه هم جوړه شوه.

په دې درې ورځنۍ غونډه کې د قطر په ګډون د یو شمېر هېوادونو او د روغتیا نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق استازي او افغان پلاوی ګډون لري.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر په مجازي توګه غونډې ته په خبرو کې وویل، چې مرستندویه هېوادونه او نړیوالې ټولنې به د افغانستان د راتلونکیو اتلس یا څلیریشت میاشتو لپاره لومړیتوبونه وټاکي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ټډروس ادهانوم ګبریسیوس وایي: د دې غونډې پایله به د راتلونکیو ۱۸ څخه تر ۲۴ میاشتو پورې د افغانستان د روغتیایي فعالیتونو او لومړیتوبونو لپاره لار تګلاره ځانګړې کړي. مونږ په افغانستان کې د روغتیایي کارکوونکیو، سیمه ییزو او نړیوالو موسسو او تمویل کوونکیو یو اغېزمن ائتلاف جوړ کړی، چې له نوي حکومت سره کار وکړي. راځئ، چې په دې هېواد کې له ستونزو سره مبارزه وکړو.

ګبریسیوس زیاته کړې، سږکال په افغانستان کې له ۲۴ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. بې ځایه کېدل، وچکالي، د خواړو نه خوندیتوب او کرونا ویروس د دې ټولنې د چارو په وړاندې تر ټولو لویې ستونزې دي.

هغه ټینګار کړی، چې د دې وضعیت پایلې د ښځو او نجونو لپاره ډېرې ناوړه دي.

د روغتیا وزارت ویاند محمد جاوید هژیر تائیدوي، چې په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د روغتیا وزارت سرپرست کوي.

په دې وروستیو کې د خواړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي په افغانستان کې د بشري ناورین او د خواړو د خوندیتوب له نشتوالي خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې په یوه تازه څېړنیز راپور کې څرګنده کړې، چې ۲۳ میلیون افغانان د خواړو خوندیتوب نلري.

ټاکل شوې سبا د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د ارزونې په موخه یوه غونډه د بریټانیا او جرمني په کوربتوب په جینوا کې جوړه شي، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو، قطر او د لسګونه نړیوالو ټولنو استازي ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version