تازه خبرونه

په قطر کې “د افغان ديالوگ” تر سرلیک لاندې دوه ورځنى کنفرانس، پيل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پگواش په نوم يوې کانادايۍ څېړنيزې موسسې له خوا “د افغان ډيالوگ”تر سرلیکلاندې دوه ورځنى کنفرانس، نن په قطر کې پيل شوى، چې په کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي ترڅنګ د افغانستان له لوري شلکسيز پلاوى هم گډون لري.

قطر وايي، چې د افغان شخړې د ټولو لوريو د نظرونو ترمنځ د واټن له منځه وړلو په موخه يې د پگواش د کنفرانس کوربه توب کړى دى.

په دغه افغان پلاوي کې د سولې عالي شورا غړي، د پارلمان وکيلان، د سياسي گوندونو استازي او د مدني ټولنو فعالان برخه لري.

دغه راز د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي درې کسيز پلاوى هم په دغه کنفرانس کې گډون لري.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د آسيا د څانگې مسوول يوسف الساده د قطر دولتي آژانس سره په خبرو کې ويلي، چې له دغهکنفرانس څخه موخه دا ده، چې په افغان شخړه کې ښکېلې ټولې خواوې سره راټولې کړي.

هغه زياته کړې، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د طالبانو د استازیو ترڅنگد افغانستان يو شمير نور سياسي شخصيتونه هم ونډه واخلي.

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي ویلي دي، چې د قطر په کنفرانس کې له طالب استازیو سره د سولې عالي شورا د استازیو گډون د حکومت او د دغې شورا استازیتوب نه کوي.

د نوموړي په وینا؛ دغه کسان قطر ته د خپلو ځانگړیو وړتیاوو له مخې بلل شوي دي.

هغه ټینگار و کړ، چې د سولې خبرې اترې د حکومت د لومړیتوبونو یوه غوره برخه ده، چې دا بهیر به له خلکو پټ تر سره نه شي.

Trending

Exit mobile version