تازه خبرونه

په قطر کې د خپلمنځي خبرو په اړه د ملابرادر او خلیلزاد لیدنه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد، د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او ورسره پلاوي یې تېره ورځ په قطر کې د طالب مشرتابه د مرستیال ملا عبدالغني برادر او اړوند پلاوي سره د بندیانو د خلاصون او د خپلمنځي خبرو د پیل په اړه هر اړخیزې خبرې تر سره کړي دي.  

د طالبانود سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې دواړو خواوو د بندیانو پر چټک خلاصون او خپلمنځي خبرو پر پیل خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان عرب نیوز رسنۍ د یو لوړ پوړي طالب مشر د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې طالب مشرتابه د خپلمنځي خبرو پر پیلولو مثبته رایه ورکړې ده.

دغه طالب مشر، ګې نه دي غوښتي نوم یې یاد شي؛ عرب نیوز ته څرګنده کړې، چې ډېریو طالب مشرانو

د روژې مبارکې میاشتې په لیدنه کې له امریکایانو سره د هوکړې له مخې د بندیانو نه خلاصون د خپلمنځي خبرو لپاره لوی خڼد یاد کړی دی.

یادې طالب سرچینې زیاته کړې؛ د طالب مشرتابه بله ناسته به د خپلمنځي خبرو پر اجنډا وي او دېر ژر به تر سره شي.

همدارنګه د افغانستان د سولې استازي تېره ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان له لوی درستیز جنرال جاوید باجوه سره هم لیدلي دي.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ویلي، چې خلیلزاد له جنرال باجوه سره په لیدنه کې د افغانانو د خپلمنخي خبرو په اړه د اړینو ګامونو پر پورته کولو هم خبرې کړې دي.

دغه راز ویل شوي، چې دواړو خواوو په دې اړه پر وروستیو پرمختګونو؛ اختریز اوربند، د بندیانو د خلاصون پر بیا پیل او د خپلمنځي خبرو لپاره پر اورکم ډاډمنې خبرې اترې کړې دي.  

د یاد سفارت د څرګندونو له مخې؛ خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او جنرال باجوه څخه د سولې بهیر له ملاتړه مننه کړې او دواړو خواوو هوکړه کړې، چې سوله د سیمې د نښلیدو لپاره یو ښه فرصت دی، چې اړیکې ور سره پراخیږي.

د یادونې ده، چې زلمی خلیلزاد له دوحې وروسته اسلام آباد ته تلی او ټاکل شوې، چې له اسلام آباد وروسته به کابل ته هم سفر ولري او تمه ده، چې دا ځل له طالبانو او حکومت سره د هوکړې او ګډې اعلامیې له مخې د بندیانو پر خوشې کولو او د افغانانو د خپلمنځي خبرو  د ځای او وخت پر معلومولو خبرې وشي.

Trending

Exit mobile version