تازه خبرونه
په قطر کې د هند سفیر له طالب چارواکو سره ولیدل
د هند د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په قطر کې د هند سفیر دیپک میتل د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر شېر محمد عباس ستانکزي سره رسماً ولیدل.
د یادې سرچینې په څرګندونه کې راغلي؛ د ناستې په بهیر کې دواړو خواوو پر بېلابېلو مسلو بحث کړی. دواړو لوریو په ځانګړي توګه له افغانستان څخه د هندي وګړیو پر خوندي تګ او هند ته د لیواله افغانانو د تګ راتګ آسانۍ او د هند پر وړاندې د افغان خاورې نه کارولو بحث او خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ طالب چارواکي ستانکزي د دې ټولو مسلو په اړه هندي لوري ته ډاډ ورکړی دی.
دا لومړی ځل دی، چې هند په رسمي توګه منلې، چې له طالب مشرانو سره یې کتلي دي.
ویل کیږي، چې شېر محمد عباس ستانکزي د هند استازي دیپک میتال ته ویلي: هند زموږ لپاره یو له خورا ډاډمنوهېوادونو څخه دی. مونږ غواړو د پخوا په څېر له هند سره کلتوري، سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ ولرو.