تازه خبرونه
په قطر کې له چینایي چارواکو سره د اسلامي امارت د مشرانو لېدنې روانې دي
نن د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ پر مشرۍ له پلاوي سره خبرې وکړې.
دواړو لوریو پر ډیپلوماټیکو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ، له افغانستان سره د چین بشري مرستې او افغان زدکوونکیو ته په چین کې د لوړو زدکړو د فرصتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر فرصتونو او ننګونو هراړخیزې خبرې وشوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړې، چې اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د چین په ګډون د کوم هېواد پرخلاف نه کارېږي.
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې افغانستان پر همکارۍ او همغږۍ ولاړ متوازن بهرنی سیاست لري. چین زموږ په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په سیمه کې مهم هېواد دی. د افغانستان ثبات د چین په ګډون ټولې سیمې ته ګټور دی.
افغان لوري چین سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا تر څنګ د افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا هم ټینګار وکړ.
مولوي متقي له چینايي لوري وغوښتل، چې د افغان سوداګرو د ستونزو په اوارولو کې مرسته وکړي او له افغانستان څخه چین ته د ونیکس ماربل، قیمتي بوټو، کیشتې، بادام، وچو انځرو، پستو، اینجي او په ځانګړي توګه د جلغوزو د صادراتو په برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې له وروستي مثبت تحول هرکلی وکړ او په ډاګه یې کړه، چې افغانستان او چین تاریخي اړیکې لري او په راتلونکي کې به دواړه هېوادونه د ګډو ګټو پر بنسټ کار وکړي او هیڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.
وانګ يي زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا ته درناوی لري.
چینايي لوري همداراز ټینګار له افغانستان څخه پر ملاتړ ټینګار کړی، چې د پراختیا لپاره خپله لار په خپله وټاکي.
دغه راز ویل کیږي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ له یوه پلاوي سره لیدلي دي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې پر اقتصادي او سیاسي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز شوی دی.
د یادونې ده، چې په کابل کې د ایران سفیر آریانانیوز ته ویلي؛ د روانې اوونۍ د چارشنبې په ناسته کې به د ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه ناسته د افغانستان د اقتصادي او امنیتي ستونزو او ټولمنلي حکومت په اړه جوړه شي.