سیمه ییز خبرونه
په كابل، پروان او وردگو كې د ځانمرگو او وسلوالو بريدگرو ډلې نيول شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ملي امنيت د چارواكو په وينا، په كابل كې په تېرو لس ورځو كې نهه ځانمرگي بريدگر، چې په ځانمرگو واسكتونو سمبال ول، نيول شوي دي.
د ملي امنيت وياند فريد شمال وايي، چې په همدې لړ كې يې د اووه چاودونو مخه هم نيولې ده.
په كابل ، پروان او وردگو كې د نيول شويو وسلوالو او ځانمرگو بريدگرو شمېر دوه ويشت تنو ته رسيدلى، چې اته زره كيلو گرامه چاوديدونكي توكي، يو دېرش ميله سپكې او درندې وسلې او له شپيته ډېر نښليدونكي او لاسي بمونه هم ور سره نيول شوي دي.
ملي امنيت په كابل كې د سړي تښتوونكيو د دوه ډلو له نيولو هم خبر وركړى، چې په وينا يې اوس تر څېړنو لاندې دي.